له قومي مشرانو او متنفذینو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۳
cc

شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور له ښاغلي حاجي شالی زی، جنرال بیګ او یو شمېر نورو قومي مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه لیدنه کې قومي مشرانو او متنفذینو  د فساد له منځه وړلو، ملي حاکمیت او سرتاسري امینت په برخه کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې او همدارنګه د لویو پروژو پلي کولو او د کاني زېرمو د ښه مدیریت ستاینه وکړه. او غوښتنه یې وکړه هغه شخصیتونه او پانګوال چې له هیواد څخه بهر دي افغانستان ته راوبلل شي ځکه چې په واقعي ډول ورته د پانګونې لپاره زمینه برابره ده او موږ هم د کانونو په برخه کې د پانګونې او د پانګوالو د تشویق علاقمندان یو.
د وزارت سرپرست قومي مشرانو او متنفذینو ته د ښه راغلاست تر څنګ د هغوئ ټولې ستونزې او وړاندیزونه وارېدل او د حل په موخه یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۸:۵۰
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۷:۲۶
Background image

د ډایکنډي ولایت د مرمر ډبرو تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ډایکنډي ولایت د مش علیا د مرمر ډبرو تړون، چې ۱۶،۷۴ کیلومټره مربع مساحت لري د ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د میزان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

بېرته خبرونه ته