له قومي مشرانو او متنفذینو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه
شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور له ښاغلي حاجي شالی زی، جنرال بیګ او یو شمېر نورو قومي مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه لیدنه کې قومي مشرانو او متنفذینو د فساد له منځه وړلو، ملي حاکمیت او سرتاسري امینت په برخه کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې او همدارنګه د لویو پروژو پلي کولو او د کاني زېرمو د ښه مدیریت ستاینه وکړه. او غوښتنه یې وکړه هغه شخصیتونه او پانګوال چې له هیواد څخه بهر دي افغانستان ته راوبلل شي ځکه چې په واقعي ډول ورته د پانګونې لپاره زمینه برابره ده او موږ هم د کانونو په برخه کې د پانګونې او د پانګوالو د تشویق علاقمندان یو.
د وزارت سرپرست قومي مشرانو او متنفذینو ته د ښه راغلاست تر څنګ د هغوئ ټولې ستونزې او وړاندیزونه وارېدل او د حل په موخه یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.