د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د پکتیکا له والي سره ولیدل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۲ - ۱۰:۱۵
c

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د شنبې په ورځ د 11/6/1402 نېټې د پکتیکا له والي ښاغلي مولوي فیض الله جمال او مل پلاوي سره په خپل کاري د فترکې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ په ځانګړې توګه د پکتیکا ولایت د کټواز په نفتو باند بحث او نظرونه شریک کړل.
د پکتیکا والي د کاني زېرمو د مدیریت په برخه کې د کانونو او پټرولیم وزارت هڅې وستایلې او مننه یې وکړه او زیاته یې کړه چې د یاد ولایت اقتصادي پیاوړتیا خلکو ته د اسانتیاو برابرلو په برخه کې لا ډېرو کارونو ته اړتیا ده.
همدارنګه د یاد ولایت د خلکو ستونزې او غوښتنې یې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او یاد ولایت ته یې د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د پکتیکا والي ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په شتون کې به د یاد ولایت خلکوستونزو ته لازمه پاملرنه وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه


د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ماوې سیمې کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم د کمېټې غړو سیمه یزو مسوولینو د ولایتي ادارو د بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۱۵
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د کونړ ولایت نفرایټ ډبرو داوطلبي ترسره شوه

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د کوزچنچن سیمې د (۵.۴۹) ټنه نفرایټ ډبرو د پلور داوطلبي د منرالونو د تنظیم او کاډسټر عمومي رئیس ملا عبدالرحمن رحماني، ټاکلي هئیت او داوطلبو شرکتونو په. . .

بېرته خبرونه ته