ننګرهار کې د کانونو ساتنې او څارنې په موخه کمېټه جوړه شوه

firoz_admin
دوشنبه, مې 08 2023 3:48 PM
۵۶

د ننګرهار مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح او د کانونو او پټروليم وزارت مالي او اداري معين مولوي حسام الدين صابري په مشرۍ پلاوي په دې ولايت کې د يو شمېر ادارو څخه د کانونو ساتنې او څارنې په موخه کمېټه جوړه کړه، چې په ياده برخه کې به په ګډه او همغږۍ کار کوي.
دا کمېټه چې د ولايت په کچه يې مشري کانونو چارو رياست کوي؛ مستوفيت، اقتصاد، استخباراتو، امنې قوماندانۍ، کرنې، چاپيريال ساتنې، برېښنا، صنعت او سوداګرۍ او سينديزه حوزې رئيسان یې غړيتوب لري.
د کانونو او پټروليم وزارت مالي او اداري معين مولوي حسام الدين صابري وويل، چې دا کمېټه به د ځانګړي طرزالعمل له مخې فعاليت کوي او زياته يې کړه؛ که کانونه ښه مديريت شي په نږدې راتلونکې کې به په ځان بسيا شو او وبه کولی شو چې په ټولو برخو کې خپلې اړتياوې خپله پوره کړو.
نوموړي وويل، چې د کانونو او نورو اقتصادي او عايداتي سرچينو په مديريت سره به په هېواد کې هيڅوک بې دندې پاتې نه شي، معلولو، بې سرپرسته او بېوزله کورنو ته به هم ځانګړې کفاله ورکړل شي.
د ننګرهار ولايت مرستيال مولوي محمد رباني ناصح پلاوي مشر ته په خپله برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې ياده کمېټه به په بشپړ اخلاص سره خپل مسئوليت تر سره کړي.
د کمېټې غړو د کانونو کېندنو، ساتنې، څارنې، طبعي شتمنيو ته د پاملرنې او اړونده برخه کې په يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې، ستونزې او وړانديزونه يې شريک او د ښې همکارۍ ډاډ يې څرګند کړ.
د يادې ناستې پر مهال د کمېټې غړو سربيره له مرکز راغلي پلاوي مولوي مطيع الله حقاني، مفتي عبدالحميد اخندزاده، انجينر مرتضی واحدي، انجينر پوپل فيضي او د ولايت وياند قاري قاضي ملا عادل هم حضور درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه, جولای 03 2024 9:32 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د لوګر پوهنتون له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د لوګر پوهنتون له رئیس مفتي ضیاء احمد صارم او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د لوګر پوهنتون رئيس د کانونو او. . .

چهارشنبه, جولای 03 2024 9:27 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتو له معین سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتو له معین مولوي عبدالله حسیني مختار او د دفاع وزارت د استخباراتو د کشف رئیس مولوي اعلی محمد. . .

سه شنبه, جولای 02 2024 8:36 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغان پټرول شرکت له استازي سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د افغان پټرول شرکت له استازي او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د کاني زېرمو په. . .

بېرته خبرونه ته