د تخار ولایت سمتي سرو زرو  کان آفرګشایي غونډه تر سره شوه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۵ - ۱۴:۴۴
ww

د سمتی سرو زرو کان چې مخکې د داوطلبۍ لپاره اعلان ته سپارل شو یوه، نن سه شنبه د 1402/2/5 نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شيخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ د مرستیالانو، د ملي تدارکاتو ادارې استازو او په شرایط برابر داوطلب شرکتونو په شتون کې د آفرګشايي پروسه په شفافه توګه تر سره کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د یادو کانونو د ظرفیت او  مساحت او د اکتشاف، استخراج او پروسس  پروسې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: چې په دې پروسه کې به هغه شرکت ګټونکی شي چې کاري تجربه او لوړ مالي او تخنیکي ظرفیت ولري.
په پام کې ده چې په نيږدې راتلونکي کې د پروپوزلونو ارزونې پایله اعلان شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۲
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۳۳
Background image

د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او اجراییه مدیرانو لپاره روزنیز پروګرام د کارکوونکو چارو ریاست د روزنیزو پروګرامونو د آمریت په نوښت او د ملکي خدمتونو د انسټیټوټ په. . .

بېرته خبرونه ته