د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست: زموږ بنسټي موخه، خپلو دردېدلو هېوادوالو ته د صادقانه خدماتو وړاندې کول دي.

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۹ - ۱۵:۲۸
2

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن سهار په خپل کاري دفتر کې د مرکز او ولایتونو له مرستیالانو او رئیسانو سره وکتل. په دې ناسته کې په کاري قاطعیت، د هراړخیزه او صادقانه خدماتو په وړاندې کولو ټینګار وشو.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر په خپلو خبرو کې وویل: «موږ دروند مسوولیت په غاړه لرو. د هراړخیز او صادقانه خدماتو وړاندې کول د هیواد د اقتصادي پراختیا او د ملي عوایدو د کچې د لوړېدو سبب ګرځي. مو باید یو مرکزي سیستم ولرو ترڅو ټول ژمنتیا ورته ولري.

هغه زیاته کړه: هغه څوک چې په دې وزارت کې مسوولیت په غاړه لري، مکلف دی چې صادقانه خدمات وړاندې کړي. دا یو الهی امر دی چې په پوره ایماندارۍ سره خپل کار وکړو او دا عزتمند ملت له غربت او اقتصادي ستونزو وژغورو.

د غونډې په پای کې ټولو مسوولینو ته لارښوونه وشوه چې له غفلت څخه ډډه وکړي او د خدمتونو په وړاندې کولو کې صادقانه هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۸:۵۴
Background image

دیدار وزیر معادن و پترولیم با هیئت قزاقستان

محترم الحاج ملا هدایت‌الله بدری، وزیر معادن و پترولیم  چهارشنبه مورخ ۱۴۰۴/۷/۱۶ با  ژانی بیک تایزانوف معین وزارت ترانسپورت، شارخان ایران معین وزارت صنعت و ساختمانی، میربیکوف یرکین رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۴:۸
Background image

وضاحت

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې آوازې خپرې شوي، چې ګویا د خان محمد وردګ په نامه کوم کس د کانونو او پټرولیم وزارت کې د مدیره پلاوي ریاست د رئیس په توګه ټاکل شوی، کانونو او پټرولیم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۲:۶
Background image

د تخنيکي پلټنې رئيس د کونړ ولايت د کانونو قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنيكي پلټنې رئيس حافظ انجنیر عبداللطيف خالد او د یاد ریاست تخنيکي ټيم، چې د کونړ ولایت کانونو څېړنه یې ترسره کړې وله د یادې څېړنې وروسته یې د. . .

بېرته خبرونه ته