د قیمتي‌ او نیمه قمیتي‌ ډبرو د طرزالعمل د تطبیق د هماهنګۍ له پاره غونډه وشوه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۸:۸
vvv

د قیمتي‌او نیمه قیمتي‌ ډبرو طرز العمل چې د اقتصادي عالي شورا له خوا تصویب شوی  او تر تطبیق لاندې و، د لا ښه  اغیزناکه تطبیق له پاره یې نن د کانونو او پټرولیم وزارت کې د هماهنګي غونډه دایره شوه.

په یاده غونډه کې  د کانونو او پټرولیم وزارت  وزیر محمد هارون چخانسوري، د دغه وزارت د پالیسۍ او استخراجي برنامو مرستیال محمد عتیق ذکي، د مالیې وزارت د ګمرکاتو مرستیال محمد عالم شاه ابراهیمي، د سوداګرۍ او صنعت وزرات مرستیال سلمان بن شاه،د ملکي هوانوردۍ ادراې د پالیسۍ مرستیال حسیب سروش، د صنایعو او کانونو خونې لوی رییس شیرباز کمین زاده او د سوداګرۍ خونې مرستیال، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د صادرونکو اتحادیې رئیس نصیب عزیز بیک او د سوداګرۍ خونې مرستیال شفیق الله عطایي ګډون کړی وو.

په دغه غونډه کې و خصوصي سکتورته د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د لیږد په پروسه کې د لانورو سهولتونو ایجادولو باندې بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول. ترڅو خصوصي سکتور  وکولی شي چې د تصدیق پاڼې پر بنسټ په ګمرکاتو او هوايي ډګرونو کې له ستونزو سره مخ نه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۲
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۳۳
Background image

د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او اجراییه مدیرانو لپاره روزنیز پروګرام د کارکوونکو چارو ریاست د روزنیزو پروګرامونو د آمریت په نوښت او د ملکي خدمتونو د انسټیټوټ په. . .

بېرته خبرونه ته