کونړ ولایت د کانونو ریاست ته نوی رییس وروپېژندل شو

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۱:۱۰
m

مرتضی واحدي چې د تغیر پروګرام له لارې یاد ریاست ته بریالی شوی و د کانونو او پټرولېم وزارت مالي او اداري مرستیال محمد حمید یوسفي، او د کونړ ولایت مرستیالې برېښنا شیرزۍ له خوا د ریاست کارکوونکو او ادارو رییسانو ته وروپېژندل شو.

د کانونو او پترولیم وزارت مرستیال محمد حمید یوسفي او د ولایت مرستیالانو، ادارو رییسانو، ولایتي شورا او سوداګرۍ خونې له استازو د کونړ ولایت د ریاست له پاره نوی رییس مرتضی واحدي معرفي کړ.

په دغه ناسته کې د نوي رییس واحدي د معرفي ترڅنګ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال حمید یوسفي په خپلو خبرو کې وویل چې دوی په دغه ولایت کې د قيمتي او نیمه قیمتي کاڼو د پروسس او سوداګرۍ مرکز د عملي چارو پیل ژمنې ترڅنګ سوداګرو ته د بشپړو اسانتیاوو رامنځته کېدو ډاډ څرګند کړ.

حمید یوسفي: د وزارت بیا ځلي هڅو په اساس د اقتصاد د عالي شورا له خوا د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پېر او صادراتو د اسانتیا طرزالعمل تاید شوی، چې پرمټ به یې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د ارزښت لوړوالي ترڅنګ، خصوصي سکټور او حرفوي کان کیندونکو لپاره د پانګونې د اسانتیاو برابرولو، قاچاق، خپل سره کان کیندنې او د عوایدو فرار څخه مخنیوی به وشي.

هغه وویل د نوې طرحې په اساس به سوداګر په ډیر کم ټکس له وزارت څخه د موادو د کېفیت او لېږد نړیوال جواز ترلاسه کوي او په نړیوالو مارکېټونو کې به وکولی شي د خپل ګران هېواد په نوم کاني مواد وپلوري. او همدارنکه کونړ کاپي کاني زیرمې لري او عواید به یې نه یواځې دا چې د دولت ملي عوایدو لوړاوي کې مرسته وکړي، بلکې د دې ترڅنګ د دغه ولایت په انکشاف کې هم مخکښ رول ادا کړي.

ښاغلي یوسفي د وزارت د نویو برنامو په تړاو د مالوتو شریکولو سربېره په نیږدې وخت کې دغه ولایت کې د څو مهمو پروژو د داوطلبۍ او قراردادونو د پیل خبر هم ورکړ.

د کونړ ولایت مرستیالې برېښنا شېرزي په خپلو خبرو کې وویل چې په ادارو کې تغیر او تبدیل اصل یاد کړ او د پخواني رییس د خدمتونو ستایلو سربېره یې له نوي رییس د نوښت او مثبت بدلونونو غوښتنه وکړه.

د کونړ مرستیال والي واصف الله واصفي، د ټولنیزو او اقتصادي چارو مرستیالې برېښنا شیرزۍ او ولایتي شورا رییس د ولایت خان مشواڼي د ویناوو په ترڅ کې د وزارت له پلاوي څخه د مننې ترڅنګ د کاڼو پروسیس مرکز او نورو پروژو په تطبیق کې د وزارت د جدي همکاريو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته