د کټواز د رسوبي حوزې (د نفت او ګازو احتمالي حوزه) سروې، له ۴۰ کلن انتظار وروسته د حکومت په بودیجه ترسره کیږي

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۸:۴۶
ggf

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د تدارکاتو کمیسیون غونډې، د کټواز د رسوبي حوزې (د نفت او ګازو احتمالي حوزه) د سروې پروژه، تایید کړه.

د ۴۰ زره کیلومتر مربع په مساحت هوایي، مقناطیسي او جاذبوي سروې د کټواز په رسوبي حوزه (د نفت او ګازو احتمالي حوزه) کې اجراء کیږي چې د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونه پکې شامل دي.

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري وویل: دا سروې د کټواز په رسوبي حوزه کې ملي او بین المللي پانګونې ته زمینه مساعدوي او د سیمې خلکو ته به د کار فرصتونه برابر کړي. د کټواز د رسوبي حوزې د سروې منظوري یوه لویه لاسته راوړنه ده چې د هېواد په اقتصادي وده کې خورا موثر رول لوبولی شي. همداراز، د ملي تدارکاتو ادارې له نوې رهبرۍ څخه د کټواز حوزې د تدارکاتي پروسې د تکمیلولو له امله چې پخوا ځنډېدلې وه، مننه کوم.

د یادونې وړ ده چې، د کانونو او پټرولیم وزارت به سږ کال د هرات د نفتي او ګازو حوزې (هرات او بادغیس ولایتونه) او د هلمند د نفت او ګازو احتمالي رسوبي حوزې (هلمند، کندهار او نیمروز ولایتونه) د سروې تدارکاتي چارې هم پیل کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۸:۴۱
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۱۱مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د پنځم بلاک تړون، چې ۱۰.۵۱ کیلومټره مربع. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۲۱:۳۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت کارکوونکو ته د وړتیاوو لوړولو روزنیز پروګرام وړاندې شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د غیر فلزي کانونو د مدیریت او پلي کولو ریاست رئیس انجنیر ګل محمد له لوري د یاد ریاست نوي ګمارل شویو کارکوونکو ته د وړتیاوو لوړولو روزنیز پروګرام د پرزنټېشن په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۷:۳۱
Background image

د ټاپي پروژې چارې په چټکتیا سره روانې دي

 

د ټاپي د ګازو نللیکې پروژې رغنیز کارونه په هرات ولایت کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، د معلوماتو پر بنسټ تر دې دمه شاوخوا ۲۵ کیلومټره نللیکه غځول شوې او د پاتې نللیکې د غځولو لپاره ۱۲۰. . .

بېرته خبرونه ته