د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د خرڅلاو او صادراتو د میکانیزم د نهایي کولو په موخه، له خصوصي سکتور سره مشورتي ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او د استخراجي برنامو د تسهیل معین محمد عتیق ذکي، نن غرمه د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو له سوداګرو سره وکتل. په دې کتنه کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د خرڅلاو او صادراتو د میکانیزم د نهایي کولو په اړه، بحث او خبرې وشوې.
د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او د استخراجي برنامو د تسهیل معین محمد عتیق ذکي وویل: د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د سوداګرو ستونزو او وړاندیزونو ته رسیدګي کیږي. موږ غواړو چې د اغېزناکو برنامو په طرحه کولو سره، نړېوالو او ملي پانګوالو ته د پانګونې او د غیرقانوني کیندنو د قانوني کولو اسانتیاوې برابرې کړو ترڅو د ملي عوایدو د ارتقاء او د کاري فرصتونو ایجادولو ته زمینه مساعده شي.
د پالیسۍ او استخراجي برنامو د تسهیل معین د صادراتو د پالیسۍ او د غیرقانوني کیندنو د قانوني کولو په برخه کې د وزارت د اقداماتو په اړه هم هراړخیز معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په لړ کې پرېکړه وشوه چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د سوداګرو او پانګوالو نظریات د صادراتو په طرزالعمل کې شامل او په هغه غونډه کې چې ټاکل شوې راتلونکې پنجشنبه دایره شي، نهایي او د اقتصاد عالي شورا ته د تاییدۍ لپاره وړاندې شي.