د ننګرهار د تالک د پانګوالو او شرکتونو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل شول

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۱۶:۴۴
۵۶۵
د اقتصاد د عالي شورا د ۱۳۹۹ کال د لیندۍ د ۱۱مې نېټې غونډې د پریکړې پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت ته لارښوونه شوې وه چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې د تسهیل د ادارې او د افغانستان د سوداګریزو خونو د فدراسیون سره په همغږۍ دې د ننګرهار تالک موضوع په اړه منظمې غونډې جوړې او د هغوی راپور دې له مشخصو وړاندیزونو سره د اقتصادي عالي شورا راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي. له همدې امله، نن د کانونو او پټرولیم وزارت کې د دغه وزارت د مسئولینو، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې د تسهیل د ادارې د لوی رئیس، د افغانستان د سوداګریزو خونو د فدراسیون د لوی رئیس، د صنعت او کانونو د خونې رئیس، د ننګرهار ولایت یو شمېر قومي مشرانو او د ننګرهار د تالک فعالو پانګوالو او د اتحادیې د غړو په ګډون غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د ننګرهار د تالک د پانګوالو د ستونزو په اړه مفصل بحثونه ترسره شول او د ستونزو د حل لپاره د دوی د ټولو وړاندیزونو لیست ترتیب شو چې د کانونو او پټرولیم وزارت د مسئولینو لخوا به د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

بېرته خبرونه ته