د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پایپ لاین لمېټېډ شرکت (TPCL) له رئیس او د ترکمنستان سفیر سره وکتل

firoz_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۰ - ۸:۵۴
dgh

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري، د ټي پي سي ایل شرکت (TPCL) رئیس محمد مراد امانوف او په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر اویزوف خواجه سفر گیدویچ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دغه کتنه کې د ټاپي پروژې د اهمیت سربېره د پروژې په ورستیو پرمختګونو او پلانونو خبرې وشوې. د ټاپي پایپ لاین لمېټېډ شرکت رئیس محمد مراد امانوف د پروژې په تخنیکي، اقتصادي او حقوقي برخه کې د تګلارې په اساس د خپلو ورستیو کارونو په هکله معلومات شریک کړل او ډاډ يې ورکړ چې د پروژې د ساختماني چارو د پیلولو لپاره آمادګي لري او ژر به په افغانستان کې د پروژې ساختماني چارې پیل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري وویل: موږ د ټاپي پروژې د تطبیق په موخه له اړونده ادارو سره همغږي رامنځته کړې ترڅو په پروژه کې اساسي تحرک رامنځته شي.
هغه زیاته کړه چې د پروژې په اقتصادي او اجتماعي برخه کې له اړونده ادارو سره له نږدې کار کوي ترڅو په پروژه کې خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.

ښاغلي چخانسوري وویل: افغانستان د صنعت د پراختیا لپاره انرژۍ ته ضرورت لري او موږ کولی شو د پروژې د ګازو څخه د انرژۍ په تولید کې ګټه واخلو او هغه ولایتونو ته چې د ټاپي پروژې مسیر ته نږدې دي، د ګازو څخه د موثرې استفادې لپاره زمینه برابره کړو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره وکتل


د کانونو او پټرولیم وزیرالحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د کب میاشتې په ٢١ نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

بېرته خبرونه ته