د کانونو او پټرولیم وزارت د هایدروکاربن (نفت او ګازو) پروژو په اړه د لوړې کچې شریکانو په میاشتنۍ ناسته کې د پروژو په سرعت او د شریکانو په همغږۍ ټينګار وکړ

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۵ - ۷:۶
xxxx

دکانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د ویډیو کنفرانس له لارې د لوړې کچې شریکانو په میاشتینۍ ناسته کې ګډون وکړ. پدې ناسته کې له شبرغان څخه تر مزار شریف پورې د ۹۴.۵ کیلومتره ګازو پایپ لاین، د ګازو د پروژو د امنیت په موخه د عامه محافظت ملي ځواکونو د تشکیل سربېره، د افغان ګاز د تجهیزاتو تدارکاتي پروسو په اړه هم خبرې او بحث وشو.

دکانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر محمد هارون چخانسوري وویل" مونږ به له ټولو شریکانو سره دپیاوړې همغږۍ مسئولیت واخلو ترڅو یادې پروژې په خپل وخت سره تطبیق شي؛ او ټينګار یې وکړ چې دیادو پروژو په ټولو برخو کې د موثریت او لازم شفافیت سره تحرک ایجادولو ته زمینه برابروو.

پدې ناسته کې، په زېربنایي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد همایون قیومي او په حقوقي چارو کې د ولسمشر د ستر سلاکار د دفتر استازو په ګډون د افغانستان د مالیې وزارت، برېښنا شرکت، نړیوال بانک استازو او د غضنفر ګروپ شرکت استازو ګډون درلود.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د نړیوالو اړیکو او ډونرانو د همغږۍ نوی رئیس معرفي شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د حکم پر بنسټ، د ۱۴۰۴ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۱۴مه نېټه، ښاغلی محمود الهام د نړیوالو اړیکو او ډونرانو د همغږۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۳۶
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د بدخشان ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال شیخ‌الحدیث مولوي عبدالرحمن قانت، چې مل پلاوي یې ملتیا کوله د یو رسمي سفر په ترڅ کې يې د بدخشان ولایت د لاجوردو کانونو څخه لیدنه وکړه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۸:۴۲
Background image

د دعوت او ارشاد ریاست د سیسټم پېژندنه

د ځیرک موبایلونو لپاره د دعوت او ارشاد برېښنايي پروګرام د دې لپاره ډیزاین شوی، چې دولتي کارکوونکو او د دیني او ټولنیزو علومو مینه والو ته د یو ډیجیټل تعلیمي چاپیریال زمینه برابره کړي.
د. . .

بېرته خبرونه ته