کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلي عنایت الله مومند د مس عینک پروژې له قراردادي شرکت (MJAM) مسوولینو سره وکتل

firoz_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۳ - ۸:۴۳
fds

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلي عنایت الله مومند، پرون د مس عینک پروژې له قراردادي شرکت (MJAM) سره په پروژه باندې د کار د پیل په تړاو سره د خپل رسمی دفتر کې لېدنه وکړه.

په دغه ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مس عینک پروژې پلي کیدل د افغانستان حکومت لپاره یو له مهمو لومړیتوبونو څخه یاده کړه، او دواړو طرفونو په ذکر شوي پروژه باندې د ژر تر ژره کار د پیل کیدو په ژمنه ټینګار وکړ.

#عینک #کانونو_او_پټرولیم_وزارت #MoMP

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۲۰:۴۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د ازبکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنيکي پلاوي د ياد وزارت د مقام د پټروليم اړوند چارو ستر سلاکار مولوي احمدجان په مشرۍ او په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفير په شتون کې د ازبکستان د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

بېرته خبرونه ته