کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر ښاغلي عنایت‌الله مومند په افغانستان کې د چین له سفیر سره وکتل 

firoz_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۸ - ۱۰:۵۲
3652

کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر ښاغلي عنایت‌الله مومند د دوست هیواد چین سفیر ښاغلي وانگ‌یو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل؛ د دې لیدنې هدف د چین هیواد له لورې د افغانستان په صنایع استخراجي سکټور کې د فعاله پروژو په سمه توګه تطبیق او په سکټور کې د چین د اقتصادي رول او ارزښت په اړه خبرې اترې وشوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر ښاغلي عنایت‌الله مومند د آمو دریا د پروژې سربیره د مس عینک د پروژې د وضعیت په اړه د چین سفیر ته معلومات ورکړل او زیاته يي کړه چې هڅه مو داده چې د یادو پروژو د عملي کولو لپاره د صنایع استخراجي سکټور تګلاره په سمه توګه تطبیق کړو؛ ښاغلي مومند زیاته کړه چې د چین هیواد شرکتونه د هایدروکاربن پروژو کې هم کار کوي او پدې ورستیو کې يي په شبرغان کې د دوه څاګانو پروژه په سمه توګه تطبیق کړه.

د چین سفیر ښاغلي وانگ‌یو وویل مونږ به د سکټور د پراختیا لپاره په ظرفیت جوړونه برخې سربیره خپل پانګوال وهڅو چې پدې مهم اقتصادي سکټور پانګونه وکړي.

 

#کانونواوپټرولیم‌وزارت #MoMP

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

بېرته خبرونه ته