محمد هارون چخانسوري: د کانونو په سکتور کې د تحرک ایجادول، زموږ بنسټي موخه ده

firoz_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۳ - ۱۵:۲۳
xxxx

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري، نن سهار په کابل کې د چین سفیر وانګ یو او د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت له غړو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. په دغه کتنه کې د مس عینک په پروژه کې د تحرک د رامنځته کولو په موخه د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري وویل: د کانونو په سکتور کې د تحرک ایجادول زموږ بنسټي موخه او د مس عینک د پروژې د ستونزو حل، زموږ له عمده لومړیتوبونو څخه دي. د افغانستان حکومت ژمن دی چې دا پروژه ژر تر ژره ګټه اخیستنې ته وسپاري ترڅو عملي کار یې پیل او خلکو ته د کار زمینې مساعدې شي.

د کانونو او پټرولیم وزیر وویل: افغانستان له چین سره غوره اوږدمهاله تاریخي، فرهنګي او اقتصادي اړیکې لري او د دغو اړیکو لا زیاتې پراختیا ته ژمن دی.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د مس عینک په پروژه کې د ستونزو د حل کولو لپاره د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه له ځانګړې پاملرنې مننه وکړه.

همداراز، د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت استازو د خپلو فعالیتونو په هکله د ګزارش د وړاندې کولو ترڅنګ، د پروژې په چارو کې د پرمختګ لپاره د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۸:۴۱
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۱۱مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د پنځم بلاک تړون، چې ۱۰.۵۱ کیلومټره مربع. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۲۱:۳۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت کارکوونکو ته د وړتیاوو لوړولو روزنیز پروګرام وړاندې شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د غیر فلزي کانونو د مدیریت او پلي کولو ریاست رئیس انجنیر ګل محمد له لوري د یاد ریاست نوي ګمارل شویو کارکوونکو ته د وړتیاوو لوړولو روزنیز پروګرام د پرزنټېشن په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۷:۳۱
Background image

د ټاپي پروژې چارې په چټکتیا سره روانې دي

 

د ټاپي د ګازو نللیکې پروژې رغنیز کارونه په هرات ولایت کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، د معلوماتو پر بنسټ تر دې دمه شاوخوا ۲۵ کیلومټره نللیکه غځول شوې او د پاتې نللیکې د غځولو لپاره ۱۲۰. . .

بېرته خبرونه ته