د کانونو د تخنیکي کمېټې د غړو د ټاکنې لپاره د غوراوي کمېټې غونډه ترسره شوه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۷ - ۹:۳۴
cfdc

په دغه غونډه کې چې د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست محمد هارون چخانسوري په مشرۍ ترسره شوه او موخه یې د کانونو د تخنیکي کمېټې د غړو ټاکنه ده، د دغه وزارت د مسئولینو سربېره، د جمهوري ریاست د چارو ادارې، د مالیې او اقتصاد وزارتونو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمیسیون غړو ګډون درلود.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د ظرفيت په پام کې نیولو سره په ټينګار وويل: زموږ موخه، د هېواد د ملي ګټو او د کانونو د سکتور د اړتیاو په پام کې نېولو سره د ظرفیت لرونکو اشخاصو تعینول دي.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کانونو د تخنیکي کمېټې د بستونو د استخدام د لړۍ پړاونه دې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمیسیون په همکارۍ ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې د کانونو تخنیکي کمېټه پنځه تنه غړي لري چې له حقوقي، مالي او جیولوجي/کان کیندنې له برخو څخه ګومارل کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۱۳:۴۹
Background image

د هېواد په قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پانګوونې د راجلبولو په موخه د کانونو او پټرولیم وزارت هڅې

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال، ښاغلي محمد حمید یوسفي نن ماسپښین د افغانستان په قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د پانګوونې د فرصتونو په هکله د (Gem Stone) کمپنی له استازو سره. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۲ - ۱۵:۲۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او د استخراجي صنایعو د نوښت د نړیوال سازمان سکرتریت د مشرانو ترمنځ غونډه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري نن سهار د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت سازمان له اجراییه رئیس ښاغلی مارک روبنسن سره د ویډیوکنفرانس له لارې د شفافیت د نوښت په. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۷ - ۹:۳۴
Background image

د کانونو د تخنیکي کمېټې د غړو د ټاکنې لپاره د غوراوي کمېټې غونډه ترسره شوه

په دغه غونډه کې چې د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست محمد هارون چخانسوري په مشرۍ ترسره شوه او موخه یې د کانونو د تخنیکي کمېټې د غړو ټاکنه ده، د دغه وزارت د مسئولینو سربېره، د جمهوري. . .

بېرته خبرونه ته