د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په چین کې مېشت د افغانستان له سفیر سره وکتل

sp_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۵:۱۷
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د شنبې په ورځ (14/7/1403) نېټې په چین کې مېشت د افغانستان له سفیر مولوي بلال کریمي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د پانګونې فرصتونو، د چینايي شرکتونو د پانګونې د جلبولو په برخه کې د افغانستان سفارت د هڅو په ځانګړې توګه د قشقري د نفتو او مس عینک پروژو د کارونو په اړه چې له چینايي شرکتونو سره یې تړونونو لاسلیک شوي او نورو اړوندو مسایلو په اړه یې بحث او خبرې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته