د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د چین هېواد له سفیر سره ولیدل

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۷
xx

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د چین هېواد له سفیر ښاغلي ژاو شینګ سر په لیدنه کې د مس عینک کان، آمو دریا نفتي حوزې او دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د چین سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ د مس عینک کان او آمو دریا نفتي حوزې په اړه خبرې وکړې ویې ویل: په یادو پروژو ښه کار روان دی په ځانګړې توګه په آمو دریا نفتي حوزې چې له یو چینایي شرکت سره یې قرارداد لاسلیک شوی دی په ورځني ډول ترې ۱۴۰۰ ټنه نفت استخراج کېږي او همدا راز په دغه نفتي حوزه کې د ۲۰ نویو څاه ګانو پر کیندلو سره به په آمو دریا نفتي حوزه کې د نفتو د استخراج کچه لوړه شي سر بېره پر دې دواړو لورو د مس عینک کان او د یادې پروژې د پرمختګونو د لرغونو اثارو په اړه یې بحث او خبرې وکړې، د مس عینک کان د چارو پر چټکتیا او عملي کار پیل په اړه یې وړاندیزونه او نظریات شریک کړل.
د چین سفیر د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سر په لیدنې خوښي څرګنده کړه او د یاد وزارت د کارونو او لاسته را وړنو ستاینه یې وکړه ویې ویل: زموږ دولت په پام کې لري چې په چین هېواد کې په بېلا بېلو برخو کې د کارمندانو د ظرفیت لوړولو لپاره ښونیزې برنامې جوړې کړي، د کانونو او پټرولیم وزارت هم کولی شي چې خپل استازي یادې ښونیزې برنامې ته معرفي کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

بېرته خبرونه ته