د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د پنجشېر د کانونو له ریاست څخه لیدنه وکړه

sp_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۹:۶
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري او ورسره مل پلاوی پنجشېر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې یې دیاد ولایت د کانونو له ریاست څخه لیدنه وکړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د پنجشېر ولایت د کانونو ریاست ته د خپل سفر په ترڅ کې د دوی د فعالیتونو، کارونو، ستونزو او وړاندیزونو د اورېدو ترڅنګ یې د پنجشېر ولایت د کانونو ریاست مسوولینو ته د زمردو د کانونو د اغېزمن مدیریت او کان کیندنې ښه تنظیم په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

 همدا راز د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د خپل سفر پر دوام د پنجشېر ولایت له کاني سیمو په ځانګړي توګه د نقره خانه اوسپنې کان څخه هم لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۲
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۳۳
Background image

د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او اجراییه مدیرانو لپاره روزنیز پروګرام د کارکوونکو چارو ریاست د روزنیزو پروګرامونو د آمریت په نوښت او د ملکي خدمتونو د انسټیټوټ په. . .

بېرته خبرونه ته