د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هرات او بادغېس ولایتونو له والیانو سره ولیدل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۵:۲۹
سس

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د هرات له والي ښاغلي شیخ الحدیث مولانا نور احمد اسلام جار او د باد غېس له والي عبد الصمد جاوید سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یادو ولایتونو والیانو ته ښه راغلاست وویل، پر بېلابېلو موضوعاتو باندې یې خبرې وکړې، په ځانګړې توګه د یادو ولایتونو د کانونو په برخه کې د پانګونې او د پانګوالو په جلبولو، د کاري زمینې برابرولو په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.
د هرات او بادغېس ولایتونو والیانو د خلکو ستونزې د وزارت د ر هبري له مقام سره شریکې کړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یادو ولایتونو والیانو ته ډاډ ورکړ، چې د کانونو او پټرولیم وزارت به د شته امکاناتو په شتون کې هڅه وکړي، چې د یادو ولایتونو د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۸:۴۶
Background image

د آمو دریا نفتي حوزې ورځنی استخراج 1350 ټنو ته لوړ شو

په آمو دریا نفتي حوزه کې د 6 نویو څاه ګانو په کیندلو او فعالولو سره د څاه ګانو شمېر 24 ته ورسېد، چې په دې سره د استخراج ورځنۍ کچه 1350 ټنو ته لوړه شوه.
د آمو دریا نفتي حوزه د هېواد په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۸:۲۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د زرغون فولاد آسیا شرکت له رئیس سره ولیدل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د زرغون فولاد آسیا شرکت له رئیس ښاغلي سید اکبر یعقوبي او له یو تن ایراني پانګوال سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
د زرغون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۸:۲۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ازبکستان د BA holding کمپنۍ له رئیس سره و کتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ازبکستان د BA holding کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې و کتل.
په دغه کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د. . .

بېرته خبرونه ته