د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د تخار ولایت له مشرانو سره وکتل

sp_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۵:۴۰
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ  6/8/1403 نېټې د تخار ولایت له مشرانو او مخورو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د کاني زېرمو د اغېزمن مدیریت، د قاچاق او غیر قانوني استخراج د مخنیوي په اړه بحث او خبرې وکړې او د دغه ولایت د خلکو ستونزې او وړاندیزونه یې د وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغوی په راتګ خوښي څرګنده کړه ډاډ یې ورکړ چې د کانونو د قانون او طرزالعمل له مخې  او د شته امکاناتو په شتون کې به د دغه ولایت د خلکو د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۱۹
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د ازبېکستان د سفیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلی عبدالرحمن قانت د سه‌شنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د غبرګولي میاشتې په ۱۹مه نېټه د ازبېکستان جمهوریت د سفیر له مرستیال بهادر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۲۲:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال د ایران او افغانستان په ګډه غونډه کې ګډون وکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال شیخ عبدالرحمن قانت، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده په ملتیا ایران هېواد ته د خپل رسمي سفر په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۲۰:۳۸
Background image

د هرات ولایت د مالګې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د غبرګولي میاشتې په ۱۴مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د دویم بلاک تړون، چې ۹.۷ کیلومټره. . .

بېرته خبرونه ته