د هرات ولایت د مالګې کان تړون لاسلیک شو

kamran2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۲۰:۳۸
News

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د غبرګولي میاشتې په ۱۴مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د دویم بلاک تړون، چې ۹.۷ کیلومټره مربع مساحت لري د ۲۰,۰۴۵,۰۰۰ شل میلیونه او پنځه څلوېښت زره امریکایي ډالرو په پانګونې سره، د ریډګولډ اسیا د کان کیندنې شرکت سره لاسلیک کړ.

د کانونو او پټرولیم وزیر د یاد کان د تړون د لاسلیک پرمهال و ویل: دغه تړون د هر ټن په بدل کې د ۱۵۰۰ افغانیو رویالټي په ټاکلو سره د ۱۵ کلونو لپاره لاسلیک کېږي او یاد شرکت به خپلې چارې د کانونو د قانون او کړنلارې پربنسټ پر مخ وړي.

د یادونې وړ ده چې دغه شرکت به د رویالټي تر څنګ د ټولنیزو خدماتو په برخه کې ۹۳۰,۰۰۰ امریکایي ډالر هم ولګوي، او شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۲۰:۳۸
Background image

د هرات ولایت د مالګې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د غبرګولي میاشتې په ۱۴مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د دویم بلاک تړون، چې ۹.۷ کیلومټره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۷:۳۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکمن ‌باشي بندر څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري، ترکمنستان ته د خپل رسمي سفر پر مهال د دغه هېواد په ترکمن ‌باشي بندر کې د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د هرات برخې لپاره د نللیکو او اړینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۱:۲۳
Background image

مالي او اداري مرستیال له بهرنیو پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي حسام‌الدین صابري د ازبکستان او چین هېوادونو له پانګوالو سره وکتل.
یادو پانګوالو د افغانستان اسلامي امارت له لوري د پانګونې. . .

بېرته خبرونه ته