د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر د غږیز کنفرانس له لارې د ټاپي د ګازو پایپ لاین د تطبیق د لړۍ په سرعت بحث وکړ

firoz_admin
شنبه ۱۳۹۹/۴/۷ - ۹:۲۴
41

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر محمد هارون چخانسوري نن د غږیز کنفرانس له لارې د ټاپي پروژې د بورډ د غړي او د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي، د وزارت تخنیکي معین او په وزارت کې د ټاپي پروژې مسئول په ګډون، د آسیا پرمختیایي بانک (ADB) او د ټاپي پایپ‌لاین لمېټېډ شرکت (TPCL) له غړو سره د ټاپي د ګازو پایپ لاین د تطبیق د لړۍ په سرعت بحث وکړ.

په دغه غونډه کې د آسیا پرمختیایي بانک د مالي همکاريو په اړه خبرې وشوې او تصمیم ونیول شو چې د ټاپي پروژې د تطبیق په هکله د حکومت ژمنتیا ته په پاملرنې سره، کاري ډلې د ټاپي پروژې د کار د لړۍ د چټک تطبیق لپاره عملي او بېړني اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۵ - ۱۰:۵۹
Background image

محمد هارون چخانسوري: د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت په سازمان کې به افغانستان خپل غړیتوب ژر تر ژره بېرته ترلاسه کړي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري، نن سهار د (AEITI) څواړخیز ګروپ  په ۴۷مه ناسته کې ګډون او وینا وکړه.

په دغه ناسته کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، د (EITI). . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۵ - ۱۰:۳۷
Background image

متن سخنرانی محمد هارون چخانسوری، سرپرست وزارت معادن و پترولیم در ۴۷مین جلسه گروپ چندجانبه (AEITI)

بسم الله الرحمن الرحیم

ګرانو هیوادوالو،‌ د رسنیو محترمو استازو، درنو همکارانو، او د څو اړخیز ګروپ محترمو غړو، اسلام و علیکم و رحمته الله و برکاته!

با تاسف فراوان، امروز یکی از شخصیت. . .

شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۴ - ۹:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د نړیوال بانک له استازو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د نړیوال بانک له استازو سره دافغانستان د صنایعو استخراجي سکتور، په ځانګړي ډول د افغانستان د ګازو د پروژې د وضعیت، پرمختګ او. . .

بېرته خبرونه ته