د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر د غږیز کنفرانس له لارې د ټاپي د ګازو پایپ لاین د تطبیق د لړۍ په سرعت بحث وکړ

firoz_admin
Sat, Jun 27 2020 9:24 AM
41

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر محمد هارون چخانسوري نن د غږیز کنفرانس له لارې د ټاپي پروژې د بورډ د غړي او د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي، د وزارت تخنیکي معین او په وزارت کې د ټاپي پروژې مسئول په ګډون، د آسیا پرمختیایي بانک (ADB) او د ټاپي پایپ‌لاین لمېټېډ شرکت (TPCL) له غړو سره د ټاپي د ګازو پایپ لاین د تطبیق د لړۍ په سرعت بحث وکړ.

په دغه غونډه کې د آسیا پرمختیایي بانک د مالي همکاريو په اړه خبرې وشوې او تصمیم ونیول شو چې د ټاپي پروژې د تطبیق په هکله د حکومت ژمنتیا ته په پاملرنې سره، کاري ډلې د ټاپي پروژې د کار د لړۍ د چټک تطبیق لپاره عملي او بېړني اقدامات ترسره کړي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS