د کانونو او پټرولیم وزارت د کارکوونکو د یو کلنو کړنو د ارزونې بهیر پیل شو

kamran_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۴:۹
عکس

د کانونو او پټرولیم وزارت د ارزونې ټاکلې کمېټې د ملکي خدمتونو د لارښوونو او کړنلارو پر بنسټ او د چارو ادارې د اصلاحاتو او ملکي خدماتو اداره په همکارۍ، د چهارشنبې په ورځ په ۱۴۰۴/۴/۱۱ نېټه د وزارت د مقام اړوند ریاستونو د درېیمو او څلورمو بستونو کارکوونکو د یو کلنو کړنو ارزونه د یاد ادارې د استازي په شتون کې ترسره شوه.
دغه ارزونه د اړوندو کارکوونکو له خوا د وړاندې شوي کاري پلان سره سم ترسره شوه. د یادو کارکوونکو د ارزونې موخه  د کاري بهیر د ستونزو پېژندل، د قوت او ضعف ټکي معلومول، د ارتقاء په اړه پرېکړه کول، د هڅونې کچه لوړول، د راتلونکو موخو ټاکل او د کارکوونکو تر منځ د اړیکو ښه کول دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته