د کانونو او پټرولیم وزارت او د آلمان همکارۍ دفتر  GIZ ادارې سره د مرستې هوکړه لیک امضاء شو.

firoz_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۴ - ۷:۵۹
giz

د هوکړې په درشل کې د کانونو او پټرولیم وزارت او د افغانستان لپاره د آلمان د همکارۍ دفتر (GIZ) تر منځ د افغانستان د استخراجي صنایعو په سکتور کې د ښې حکومتدارۍ د ودې برنامې هوکړه لاسلیک شوه.

نن ورځ مخکې له غرمې په هغو مراسمو کې چې د کانونو او پټرولیم وزارت ځای ناستې وزیرې اغلی نرګس نهان، مرستیالانو، دالمان د همکارۍ (GIZ) دفتر لوړپوړ مسؤلینو، یو شمیر رئيسانو او د دې وزارت مشاورینو په شتون کې نیول شوي ؤ، په لومړي سرکې اغلی نرګس نهان د آلمان د همکارۍ دفتر مسؤلینو څخه د دې پخاطر مننه وکړه، چې دافغانستان په استخراجي صنایعو سکتور د بهبود لپاره یې کومکونه کړي. 

د کانونو او پټرولیم وزارت ځای ناستې وزیرې په خپلو خبرو کې د دې برنامې د ګټو په تړاو وویل مونږ د استخراجي صنایعو د سکتور د بهبود او پرمختګ لپاره ښې حکومتدارۍ ته اړین ضرورت لرو “. او همدرنګه زیاته یې کړه؛ چې هر څومره بې شمیره فرصتونه لرو، نو په همغه اندازه یې له ګواښونو څخه هم سترګې نشو پټولئ

اغلی نرګس نهان د استخراجي صنایعو په سکتور کې د قانوني اصلاحاتو په راوړلو، د وزارت لپاره د کارکونکو په متعهد پاتې کیدلو، د نقشې دې لارو په برابرولو او د کانو د نوي قانون نه په استفاده کولو ټینګار او یادونه وکړه. هغې د وزارت د لاسته راوړنو په باره کې وویل، زمونږ کوشش دا دی، چې د وزارت په اداري کارونو کې روڼتیا(شفافیت) زیاتوالی ومومي او د دې برنامې نه په استفادې وکولائ شو، چې د پانګوالو لپاره د دغه سکتور په ذریعه لارې هوارې کړو.

له هغې وروسته د آلمان همکارۍ دفتر مسؤلینو د کانونو او پټرولیم وزارت له کوششونو څخه  قدر داني د دې پخاطر وکړه چې د برنامې لپاره ښې حکومتوالۍ ته وده ورکوي لکه: د دولت دعایداتو زیاتوالۍ، پانګې اچونې ته وده ورکول، په صنایعو استخراجي سکتور کې د فساد ټیټوالۍ او د استخراجي سکتور په وده کې د المان حکومت همکاري څرګنده کړه.

ذکر شوي برنامه، د وزارت د کارکونکو د روزنې له لارې د مدیریتي فعالیتونو بریښنایی کول، کوم چې د وزارتونو ترمنځ د اړیکو بهبوداو پیاوړتیا پیدا کول دي، چې دا به د حکومتدارۍ پلي کول اسانه کړي. او همدارنګه د افغانستان د صنایع استخراجي سکرتریت کمیټې (AEITI) ته د روڼتیا(شفافیت) معیاري طرحې د اجرا په موخه به ورته لازمې لارښونې واورول شي.

نوموړي هوکړه د سکتور په کارونو کې د روڼتیا پخاطر دکانونو او پټرولیم وزارت دپالیسیو او برنامو د معینیت لخوا د GIZ سره په هماهنګی ترسره شوه، چې دهغې تطبیق کول به دپالیسیو او برنامو د معینیت له لارې تر سره کیږي.

د یادونې وړ ده، چې د همدې پروژې موجوده برخه به د ستراتیژیکو اصلاحاتو پخاطر د استخراجي سکتور سره په هماهنګۍ، چې مالي ملاتړ یې د آلمان GIZ همکارۍ په غاړه دی. چې د دسمبر ۲۰۱۸ کال نه تر اوسه پورې جریان لري، چې تر ۲۰۲۰ کال پورې به دوام و مومي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته