د کانونو او پټروليم وزار سرپرست له بريټانيوي پانګوال سره وليدل.

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۳ - ۹:۱۶
c

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شيخ الحديث شهاب الدين دلاور 1402/6/22 نېټې له برېټانيوي پانګوال ښاغلي آنتوني رد سره په خپل کاري دفتر کې وليدل.
په دغه ليدنه کې دواړو لوريو د افغانستان په طبيعي زېرمو د پانګونې تر څنګ يې د بهرنيو شرکتونو د جلب او جذب لپاره د مناسبو شرايطو او په ټول هيواد کې د امنيت تامين په اړه بحث او نظرونه سره شريک کړل.
همدارنګه بريټانيوي پانګوال د افغانستان پر کانونو باندې د پانګونې لپاره خپله لېوالتيا وښودله چې د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست له لوري وستايل شو. او بهرنيو شرکتونو ته د لازمو همکاريو او اسانتياوو رامنځته کولو لپاره د همکاريو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۱۹
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د ازبېکستان د سفیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلی عبدالرحمن قانت د سه‌شنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د غبرګولي میاشتې په ۱۹مه نېټه د ازبېکستان جمهوریت د سفیر له مرستیال بهادر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۲۲:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال د ایران او افغانستان په ګډه غونډه کې ګډون وکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال شیخ عبدالرحمن قانت، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده په ملتیا ایران هېواد ته د خپل رسمي سفر په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۲۰:۳۸
Background image

د هرات ولایت د مالګې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د غبرګولي میاشتې په ۱۴مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د دویم بلاک تړون، چې ۹.۷ کیلومټره. . .

بېرته خبرونه ته