د پالیسۍ او برنامو مرستیال د روسیې د اګري میر شرکت له رئیس سره وکتل

kamran2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۶:۳۶
نیوز

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د روسیې د «اګري میر» شرکت له رئیس او د هېواد له یو شمېر ملي پانګوالو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې لیدنه کې د یاد شرکت رئیس او ملي پانګوالو په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه مناسب وبلل او د هېواد د کانونو په ځانګړي ډول د کرومایټ او جست کانونو په برخه کې یې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د هغوی د لېوالتیا هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د قانون او کړنلارې په چوکاټ کې به د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او له هغوی سره به همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۹:۳۷
Background image

د جامدو او مایع کانونو د سروې هوکړه لیک لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي په ۲۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د جامدو او مایع کانونو د سروې هوکړه لیک د EM SURVEYS شرکت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۷:۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علي‌رضا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د روسیې د اګري میر شرکت له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د روسیې د «اګري میر» شرکت له رئیس او د هېواد له. . .

بېرته خبرونه ته