د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال د ایران له سفیر سره وکتل

kamran2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۷:۲
ن یو ز

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علي‌رضا بېکدلي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د تخنیکي او اقتصادي همکاریو د پراختیا، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او په ځانګړي ډول د افغانستان د کانونو په اکتشاف، استخراج او پانګونې برخو کې د همکاریو پر زیاتوالي بحث او نظرونه شریک کړل.

د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ایران ته د کانونو او پټرولیم وزارت کفیل او د پالیسۍ او برنامو د مرستیال وروستي سفر ته په اشارې سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو د کمېټې په چوکاټ کې د شویو هوکړو په اړه خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د عملي فعالیتونو د پیل غوښتنه وکړه.

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ته ښه راغلاست ووایه او د ګډو همکاریو له دوام څخه یې هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د کانونو او پټرولیم وزارت به د شویو هوکړو د پلي کېدو او د دوه اړخیزو همکاریو پرمخ بیولو برخو کې اړینې همکارۍ ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته