د منرالونو کاری گروپ جلسه دایره شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۷ - ۹:۵۵
zz

د منرالونو کاری گروپ جلسه د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسئ او برنامو مرستیال وزیر، د وزارت د تخنیکی غړو، د امریکا متحده ایالاتو سفارت، د انګلستان د نړیوالو مرستو ادارې، آسیایی انکشافی بانک، نړیوال بانک او نورو نړیوال همکارانو او د خصوصی سکتور د استازو په ګډون ترسره شوه.

یاده جلسه کې د کانونو او پټرولیم وزارت د وزارت د نوي تشکیلاتی جوړښت د نهایی کولو، نوي حقوقی چارچوب پر اساس د نمونوی کان کیندنې قرارداد ترتیب او قیمتي او نیمه قیمتي کاڼو کان کیندنې رسمي کولو په هکه پرمختګونه د جلسې غړو سره شریک کړل. یاد پرمختګونه د جلسې د غړو له خوا وستایل شول.​

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۲۰:۴۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د ازبکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنيکي پلاوي د ياد وزارت د مقام د پټروليم اړوند چارو ستر سلاکار مولوي احمدجان په مشرۍ او په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفير په شتون کې د ازبکستان د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

بېرته خبرونه ته