د لومړي ځل لپاره د کانونو او پټرولیم وزارت او (۹) بنسټونو ترمنځ د مرستې هوکړې لاسلیک شوي

firoz_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۶ - ۱۵:۳۴
dfdf

د لومړي ځل لپاره (۹) د همکارۍ سندونه د کانونو او پټرولیم وزارت او نورو بنسټونو هر یو [د سوداګرۍ او پانګونې اطاق، د صنایعو او کانونو خونې‍، په افغانستان کې د سوداګرۍ نړیوال اتاق، د ښځو د صنایعو او سوداګرۍ اتاق، د افغان-جرمن د سوداګرۍ او صنایعو اطاق، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې، کابل پوهنتون، کابل پوليتخنیک پوهنتون او د صلاح کنسرشیوم] سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست سره پرون ورځ مخکې له غرمې د وزارت په تالار کې لاسلیک کړه.

د غونډې په سر کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او وویل چې مونږ په صنایع استخراجي سکټور کې باید د شته ظرفیت نه موثره ګټه ترلاسه کړو.

ښاغلي مومند زیاته کړه: «مونږ غواړو چې دافغانستان صنایع استخراجي سکټور دتګلارې په اساس خپل لمړیتوبونه وټاکو او دشته ظرفیت نه دموثره ګټه اخیستنې لپاره زمینه برابره کړو». هغه زیاته کړه چې د دې سندونو په لاسلیک کولو سره به د معلوماتو د شریکولو په میکانیزم، حساب ورکونې او په هوکړو کې شامل ټولو مسؤلیتونه تعقیب ته پام وشي؛ ترڅو د کار د غوره والي سبب شي.

د ناستې په جریان کې د یادو بنسټونو استازو په خپل نوبت سره د دغو هوکړو په مؤثریت خپل نظرونه څرګند کړل او د وزارت له رهبرۍ څخه یې د یاد نوښت په رامینځته کولو مننه وکړه.
د ناستې په اخر کې، یادې هوکړې د کانونو وزارت سرپرست ښاغلي عنایت الله مومند او د یادو بنسټونو د استازو ترمنځ له لاسلیک کولو وروسته پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۳۰ - ۱۲:۱۲
Background image

کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر د نړیوال بانک له نمایندګانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر ښاغلي عنایت‌الله مومند د نړیوال بانک له نمایندګانو سره د افغانستان د ګازي پراختیایې پروژې (AGasProject) په اړه چې د نړیوال بانک لخوا تمویلیږي د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۳ - ۱۴:۴۴
Background image

کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر د سِلک روډ کمپنی له مسؤولینو سره لیدنه وکړه

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر د سِلک روډ کمپنی [د مس شیدا قراردادي پروژې] له مسؤولینو سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه وکړه. 

په یاده لیدنه کې دواړو خواوو د مس شیدا پروژې د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۳ - ۱۲:۵۷
Background image

د افغانستان په صنایع استخراجي کې د روڼتیا نوښت عملیاتي پلان اونيزه ناسته ترسره شوه

د افغانستان په صنایع استخراجي کې د روڼتیا نوښت (AEITI) اونيزه ناسته د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسیو او برنامو مرستیال ښاغلي ولي‌الله ځدراڼ په مشرۍ، د دې وزارت د کنفرانسونو په تالار. . .

بېرته خبرونه ته