د قشقري د نفتوعواید به د سلطان ابراهیم د برېښنا بند، د روغتون او د سرپل ولایت د سړکونو د جوړولو په برخه کې و لګول شي

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۸:۵۲
ff

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د سرپل ولایت له والي ښاغلي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه سره په کتنه کې د سرپل ولایت د کاني زېرمو د عوایدو د مدیریت په ځانګړي ډول د قشقري د نفتو په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو د قشقري د نفتو دعوایدو د لګولو څخه د سرپل ولایت د ودانولو او خلکو ته د ټولنیزو خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ، دغه راز یې د سرپل ولایت د خلکو د ستونزو د هوارولو، د سلطان ابراهیم د برېښنا بند د جوړولو پرڅرنګوالي، د روغتون او سړکونو د جوړولو په اړه خبرې وکړې.
همدا راز د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د قشقري د (۶۰۰۰۰) شپېته زره ټنو خامو نفتو د پلور اعلان تر څنګ زیاته کړه: تمه ده چې د راتلونکي میلادي کال تر پایه پورې به په قشقري کې د نویو څاګانو پر کیندلو سره د نفتو د استخراج په برخه کې زیاتوالی راشي، چې په دې سره به د عوایدو سطحه هم لوړه شي، چې دغه عواید به د سرپل ولایت د ودانولو په برخه کې مصرف شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۸:۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د څلورو سترو کاني پروژو د امنیت د تأمین په موخه تړونونه لاسلیک کړل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي شیخ عبدالرحمن قانت او د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ مرستیال الحاج مولوي سعیدالله حماس ترمنځ د هېواد د څلورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۲۸
Background image

د ټاپي پروژې د رغونې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې د هرات ولایت په مربوطاتو کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د. . .

بېرته خبرونه ته