د سمنګان ولایت کانونو له ریاست څخه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۸:۴۷
xx

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست او مل پلاوي د خپل کاري سفر په دوام د یکشنبې په ورځ د 14/3/1402 نېټې د سمنګان ولایت کانونو ریاست له کارکوونکو سره ولیدل.
په دغه لیدنه کې د یاد ولایت علماوو، مشرانو، متنفذینو او یو شمېر تجارانو هم ګډون درلوده. د کانونو او پټرولیم زوارت سرپرست  د دغه ولایت د کانونو ریاست د فعالیتونو او کړنو ستاینه او اړوندو مسؤولینو څخه مننه وکړه. او د بېلابېلو برخو ستونزې او نظرونه یې واورېدل او یادو ستونزو د حل لپاره یې ورسره د همکارۍ ژمنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له مشرانو او تجارانو سره یاد ولایت د ستونزو او طبیعي زېرمو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل او ډاډ یې ورکړ چې ستاسو ستونزو ته به رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکیې له شارژدافیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د وري میاشتې په ۱۶مه، د یکشنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې د ترکیې له شارژدافیر سادین ایلدیز سره ولیدل.
په دې لیدنه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۲۱:۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي ازبکستان ته د روزنیز پروګرام په موخه خپل رسمي سفر پیل کړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د انسټيټوټ ریاست په نوښت او همغږۍ سره د کانونو او پټرولیم وزارت ۱۸ تنو فني او مسلکي کارکوونکو څخه جوړ یو رسمي پلاوی، د جیوفزیک د څېړنې او سروې ریاست د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۸:۴۱
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۱۱مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د پنځم بلاک تړون، چې ۱۰.۵۱ کیلومټره مربع. . .

بېرته خبرونه ته