د داوطلبۍ خبرتیا

kamran2_admin
د داوطلبۍ خبرتیا

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې په نیمروز ولایت کې قاچاقي نیول شوي کاني ډبرې، د ۱۴۰۵/۰۶/۰۷ نېټې څخه د لس (۱۰) کاري ورځو لپاره د داوطلبۍ په موخه اعلان ته وسپاري:
•    (۲۵.۳۵۰) کیلو ګرامه بریل(اکوامارین)؛
•    (۲۹.۵۵۰) کیلو ګرامه ګوشینیت د ګچ او اپیدوت سره؛
•    (۴۳.۷۵۰) کیلو ګرامه هایوئین؛
•    (۱) کیلو ګرام ګارنیت الماندي؛
•    (۰.۸۰۰) کیلو ګرامه هکمانایت؛
•    (۰.۱۵۰) کیلو ګرامه اپیدوت؛
•    (۲۸.۱۰۰) کیلو ګرامه سپوډمین (کنزایت) د ګوشینیت او ګچ سره؛
•    (۱۳۹) کیلو ګرامه کنزایت.
د یادونې وړ ده چې د قیمت ټاکلو کمېټې د پرېکړې له مخې، د پورته یادو شویو کاني ډبرو لومړني قیمتونه د هر کیلو ګرام له مخې په لاندې ډول ټاکل شوي دي: اکوامارین(۱۱۸) امریکایي ډالر، ګوشینیت د ګچ او اپیدوت سره(۲۰) امریکایي ډالر، هایوئین(۴۸۰) امریکایي ډالر، ګارنیت الماندی(۸۰) امریکایي ډالر، هکمانایت(۱۰۰۰) امریکایي ډالر، اپیدوت (۷۰) امریکایي ډالر، سپوډمین(کنزایت) د ګوشینیت او ګچ سره(۲۰) امریکایي ډالر او کنزایت(۵۸) امریکایي ډالر، یا د ورځې د نرخ له مخې معادل افغانۍ ټاکل شوی دی.
لېواله شرکتونه چې غواړي یادې شوې کاني ډبرې له ټاکل شوي قیمت څخه په لوړه قیمت اخلي، خپل غوښتنلیکونه دې د کاډستر او تړونونو د پلي کولو عمومي ریاست ته وسپاري او د ټولیز قیمت لس(۱۰) سلنه نغدې پيسې د بانکي ضمانت لیک په توګه د داوطلبۍ په ورځ له ځان سره ولري.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې په فراه ولایت کې نیول شوې ډبرې(169.5) کیلو ګرامه عالي او(45.3) کیلوګرامه متوسط کیفیت لاجورد او د کندهار ولایت(2.7) کیلو ګرامه فلورایټ؛(1.1) . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۶:۴۹
Background image

د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا

د پروژې نوم:  د وزارت د استخراج شویو کاني موادو د حجم او کثافت د اندازه‌ګیرۍ لپاره د وسایلو د بشپړ پکېج تدارک!
د داوطلبۍ شمېره: MOMP-G-20-NCB-1405
د کانونو او پټرولیم وزارت د تدارکاتو . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۶:۴۹
Background image

د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا

د پروژې نوم: د سیسټمونه د زیربنا(ډېټابیس) د جوړولو او عیارولو پروژه د ام ای اس ریاست ضرورت!
د داوطلبۍ شمېره: MOMP-G-21-NCB-1405
د کانونو او پټرولیم وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو . . .

Back to tenders