د داوطلبۍ خبرتیا

kamran2_admin
د داوطلبۍ خبرتیا

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې په فراه ولایت کې نیول شوې ډبرې(169.5) کیلو ګرامه عالي او(45.3) کیلوګرامه متوسط کیفیت لاجورد او د کندهار ولایت(2.7) کیلو ګرامه فلورایټ؛(1.1) کیلو ګرامه کلیست چې مخکې نیول شوي، د علاقه‌مندانو د خبرتیا په موخه د ۱۴۰۵/۰۶/۰۹ نېټې څخه د (۱۰) کاري ورځو لپاره د داوطلبۍ په موخه اعلان ته سپاري.
د یادونې وړ ده چې د قیمت ټاکلو کمېټې د پرېکړې پر بنسټ، د یادو ډبرو لومړنی قیمت د هر کیلو ګرام له مخې په لاندې ډول ټاکل شوی دی:
عالي لاجورد:(۱۰۴۰) افغانۍ؛
متوسط لاجورد:(۵۲۰) افغانۍ؛
فلورایټ:(۲۰) امریکایي ډالر؛
کلیست:(۴.۳۶) امریکایي ډالر؛
یا د ورځې د نرخ له مخې معادل افغانۍ.
ټول هغه شرکتونه، چې غواړي یادې ډبرې له ټاکل شوي قیمت څخه په لوړ قیمت اخلي، خپل غوښتنلیکونه دې د کاډسټر او تړونونو د پلي کولو عمومي ریاست ته وسپاري او د ټولیز قیمت لس سلنه دې(۱۰٪) د بانکي تضمین لیک په بڼه وړاندې کړي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې په نیمروز ولایت نیول شوې(۲۷۱) کیلو ګرامه بېلابېل ډوله ډبرې، د ۱۴۰۵/۰۸/۰۲ نېټې څخه د لس(۱۰) کاري ورځو لپاره د داوطلبۍ په موخه اعلان ته وسپاري: . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۲:۲۰
Background image

اعلان داوطلبی

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ نیول شوې اړوند(۱۸.۱۵۳) کیلو ګرامه بېلابېل ډولونه کاني ډبرې، چې مشخصات یې په لاندې جدول کې یاد شوي دي د ۱۴۰۵/۷ . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۱۱
Background image

د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري چې (۳۰۰.۵) درې سوه اعشاریه پنځه کیلوګرامه منځني لاجورد ډبرې، چې په کاپیسا ولایت کې یې د قاچاق مخه نیول شوې ده، د علاقه‌مندانو د خبرتیا په موخه، د . . .

Back to tenders