د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا

kamran_admin
د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د پروژې نوم: د سیسټمونه د زیربنا(ډېټابیس) د جوړولو او عیارولو پروژه د ام ای اس ریاست ضرورت!
د داوطلبۍ شمېره: MOMP-G-21-NCB-1405
د کانونو او پټرولیم وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د «د وزارت د ام ای اس ریاست د سیسټمونه د زیربنا(ډېټابیس) د جوړولو او عیارولو» پروژې د آفرګشايي په غونډه کې ګډون وکړي، چې د پرانیستې داوطلبۍ له لارې اعلان ته سپارل کېږي.
 په شرایطو برابرو کسانو(شرکتونو) څخه غوښتنه کېږي، چې د شرطپاڼې د ترلاسه کولو لپاره خپل غوښتنلیکونه د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې تر ۱۶مې نېټې د دوشنبې ورځې پورې، د تدارکاتو ریاست ته وسپاري او اړوند شرطپاڼه دې ترلاسه کړي.
د آفرګشايي غونډه به د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي(سنبلې) میاشتې په ۱۷مه نېټه، د سه شنبې په ورځ، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د تدارکاتو په ریاست کې ترسره شي.
د یادې پروژې لپاره مالي توانایي(۶٬۲۹۰٬۰۰۰) شپږ میلیونه دوه سوه نوي زره افغانیو په اندازه ده.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۲
Background image

د کوچني مقیاس کان کیندنې د داوطلبۍ خبرتیا

د کانونو او پټرولیم وزارت د کوچني مقیاس کان کیندنې ۳ پروژې، چې ځانګړتیاوې یې په لاندې جدول کې یادې شوي دي، د علاقه‌مندانو د خبرتیا لپاره اعلان ته سپاري.
لېواله کسان کولای شي، چې خپل . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۴۷
Background image

د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې د لوګر ولایت مرکز اړوند د بابوس او محمداغې ولسوالۍ غلدره سیمې د وزارت برخه(34.715) ټنه کرومایټ د 1405/6/31 نېټې څخه د (10) ورځو لپاره د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۳
Background image

د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د لټه کور سیمې د وزارت برخه(507.15) ټنه کرومایټ ډبرې د 1405/6/31 نېټې څخه د (10) ورځو لپاره د داوطلبۍ په موخه . . .

Back to tenders