د جنګ له تغذیې څخه په پایداره اقتصادي تولید د کانونو بدلول زموږ لمړیتوب دی

firoz_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۶ - ۱۸:۱۲
moinister


د کانونو او پترولیم وزارت کارکوونکو ته د سرپرست او نوماند وزیر په توګه د محمد هارون چخانسوري د معرفي مراسم ترسره شول.

محمد هارون چخانسوري نن له غرمې وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د چارو ادارې د عمومي رئیس ښاغلي ډاکټر فضل محمود فضلي له لوري معرفي شو. په یادو مراسمو کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر، د جمهوري ریاست د مقام مشاورینو، لوړرتبه دولتي اراکینو، د بهرنیو چارو او کانونو او پترولیم وزارت کارکوونکو ګډون کړی وو.

یاده ناسته د قرانکریم د آیتونو په تلاوت پیل شوه، وروسته د کانونو او پترولیم وزارت تخنیکي مرستیال عنایت‌الله مومند ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کانونو او پترولیم  سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي هارون چخانسوري ته د ټاکنې مبارکي وویله او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.

وروسته، د چارو ادارې عمومي رئیس ښاغلي فضل محمود فضلي د کانونو او پترولیم وزارت له پخوانی رهبری مننه وکړه او  ښاغلي چخانسوري ته یې د وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه  د ټاکل کیدو مبارکي وویله. هغه له کانونو او پترولیم وزارت سره د چارو ادارې د همکاريو ژمنه بیا تازه کړه.

همداراز، د بهرنیو چارو سرپرست‌وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر د کانونو او پترولیم د سرپرست او نوماند وزیر په توګه د ښاغلي چخانسوري انتخاب غوره ټاکنه وبلله او د یاد وزارت نوې رهبري یې د هیواد د اقتصادي تولید د دستګاه د پیشرفت ځوانه انرژي یاده کړه.

وروسته د کانونو او پترولیم سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محمد هارون چخانسوري د حکومت د رهبري له اعتماد او باور څخه مننه وکړه او د خپلو کاري لمړیتوبونو په ځانګړې توګه د جنګ له تغذیې څخه په پایداره اقتصادي تولید د کانونو بدلول، او د کانونو په اړه د ولسمشر د لید په اساس چې د هیواد د ښیرازتیا، له موجودو تخنیکي ظرفیتونو څخه ګټه اخیستنه او ساختاري اصلاحاتو په اړه خبرې وکړې.

د کانونو او پترولیم سرپرست او نوماند وزیر د یاد وزارت د کارکوونکو او رهبري د تیرو څو کلونو کړنو په یادولو سره زیاته کړه چې د کانونو د سکتور د لار نقشې د لمړیتوبونو او پدې باور چې د کانونو په سکتور کې د زنجیره‌ای ارزښتونو څخه په ګټنه  کاري پروسې چټکې شي. هغه زیاته کړه چې  پدې برخو کې به له هیڅ ډول هڅو ډډه ونکړي.

ښاغلي چخانسوري ژمنه وکړه چې د یو کال په موده کې به د کوچنیو کاني سیمو کیندنې رسمي کړي او له یو تر پینځو راتلونکو کلونو به د لویو او سترو کانونو سیمو په رسمي کولو کې هڅې وکړي. 

یاده ناسته د پایدارې پراختیا او کرونا له مهلکې ناروغي څخه د خلاصون په دعا پای ته ورسیده
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته