د افغانستان په صنایع استخراجي کې د روڼتیا نوښت عملیاتي پلان اونيزه ناسته ترسره شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۳ - ۱۲:۵۷
1235

د افغانستان په صنایع استخراجي کې د روڼتیا نوښت (AEITI) اونيزه ناسته د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسیو او برنامو مرستیال ښاغلي ولي‌الله ځدراڼ په مشرۍ، د دې وزارت د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د 2019 کال د روڼتیا نوښت په پلان کې د ترسره شويو فعالیتونو، د نه بشپړ شويو پلانونو، افغانستان ته د بیا اعتبار غوښتنې، د شپږم راپور د ځنډوالي او د روڼتیا نوښت د اووم راپور د چمتو والي په اړه بحث وشو.

د ناستې په پای کې، د وزارت مرستیال لخوا ګډونوالو ته د روڼتیا نوښت په نړیوالو معیارونو کې افغانستان ته د یو ځل بیا غړیتوب ورکونې په اړه لازمې لارښوونې واورول شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته