د ارزونې داخلي ریاست

د تفتیش داخلي ریاست د عالي تفتیش قانون، د حکومتي دفترونو داخلي مقرراتو د پلټنې، او اړونده کړنلارو سره په مطابقت کې د کانونو او پټرولیم وزارت اړونده ریاستونو د داخلي اجرآتو د پلټلو مسؤلیت په غاړه لري. یاد ریاست د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ تر مستقیم امر لاندې خپلې چارې پرمخ وړي، چې په لاندې توګه ذکر شوي:

۱) د کلني کاري پلان ترتیب او پلي کول

۲) د وزارت د واحدونو د ارزونې پلان ترتیب او د تفتیش عالي ادراې ته وړاندې کول

۳) د عالي تفتیش د ادارې په همغږۍ د وزارت د واحدونو تفتیش یقیني کول

۴) د وزارت د ریاستونو د داخلي تفتیش راپورونو په وخت چمتو کول او د وزارت د مشرتابه لخوا یې تصویبول

۵) د تفتیش له عالي ادارې سره د وزارت د څانګو د ارزیابي شويو راپورونو د پلي کولو څارنه

۶)  د وزارت په ویب پاڼه کې د لیست شويوو بریښنایی شکایتونو پلټل

۷) او همدارنګه د وزارت د رهبرۍ لخوا د نورو ورسپارل شویو قضیو څیړنه پرمخ بیایي