بادغيس ولايت ته د کانونو او پټروليم وزارت د پلان او پاليسي مرستيال سفر

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۴ - ۱۵:۱۰
ss

د کانونو او پټروليم وزارت د پلان او پاليسي مرستيال شيخ ضياءالرحمن الاريوبي د خپل سفرونو په دوام بادغيس ولايت ته لاړ. او د بادغيس مرستيال والي الحاج مولوي غلام محمد محمدي سره په داسې حال کې وليدل چې د يو شمېر ملکي او نظامي ادارو رئيسانو هم شتون درلوده. 
د پلان او پاليسي مرستيال بادغيس ولايت ته د سفر په ترڅ کې د منرالي فعاليتونو څخه د نظارت په جوړه شوې کمېټې چې د بادغيس ولايت له نهو ارګانونو امينه قوموندانۍ, استخبارات, د کانونو رياست, ماليه, اقتصاد, زراعت, چاپيريال ساتنې او صنعت او تجارت شامل دي خبرې وکړې او زياته يې کړه: یاده کمېټه د کانونو د غیرقانوني استخراج، قاچاق مخنیوی د کانونو د استخراج په برخه کې د چټکتیا په موخه جوړه شوې او چې سیمه یز ارګانونو څخه یې غوښتنه وکړه چې له یادې کمېټې سره همکاري پوره وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) امریکایی دالر په پانګونې او د ۲۰. . .

بېرته خبرونه ته