د داوطلبۍ خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د پروژې نوم: د وزارت د استخراج شوو کاني موادو د حجم او کثافت د اندازهګیرۍ لپاره د وسایلو د بشپړ پکېج تدارک
د داوطلبۍ شمېره: MOMP-G-20-NCB-1405
د کانونو او پټرولیم وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د «د وزارت د استخراج شوو کاني موادو د حجم او کثافت د اندازهګیرۍ لپاره د وسایلو د بشپړ پکېج تدارک» پروژې د آفرګشايي په غونډه کې ګډون وکړي، چې د پرانیستې داوطلبۍ له لارې اعلان ته سپارل کېږي.
په شرایطو برابرو لېواله کسانو(شرکتونو) څخه غوښتنه کېږي، چې د شرطپاڼې د ترلاسه کولو لپاره خپل غوښتنلیکونه د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې تر ۳۱مې نېټې د شنبې ورځې پورې، د تدارکاتو ریاست ته وسپاري او شرطپاڼه دې ترلاسه کړي.
د آفرګشايي غونډه به د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي (سنبلې) میاشتې په اوله نېټه، د یکشنبې په ورځ، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د تدارکاتو په ریاست کې ترسره شي.
د یادې پروژې لپاره مالي توانایي(۳،۸۰۰،۰۰۰) درې میلیونه او اته سوه زره افغانیو په اندازه ده.
