د داوطلبۍ خبرتیا

kamran_admin
د داوطلبۍ خبرتیا

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د پروژې نوم:  د وزارت د استخراج شوو کاني موادو د حجم او کثافت د اندازه‌ګیرۍ لپاره د وسایلو د بشپړ پکېج تدارک
د داوطلبۍ شمېره: MOMP-G-20-NCB-1405
د کانونو او پټرولیم وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د «د وزارت د استخراج شوو کاني موادو د حجم او کثافت د اندازه‌ګیرۍ لپاره د وسایلو د بشپړ پکېج تدارک» پروژې د آفرګشايي په غونډه کې ګډون وکړي، چې د پرانیستې داوطلبۍ له لارې اعلان ته سپارل کېږي.
 په شرایطو برابرو لېواله کسانو(شرکتونو) څخه غوښتنه کېږي، چې د شرطپاڼې د ترلاسه کولو لپاره خپل غوښتنلیکونه د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې تر ۳۱مې نېټې د شنبې ورځې پورې، د تدارکاتو ریاست ته وسپاري او شرطپاڼه دې ترلاسه کړي.
د آفرګشايي غونډه به د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي (سنبلې) میاشتې په اوله نېټه، د یکشنبې په ورځ، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د تدارکاتو په ریاست کې ترسره شي.
د یادې پروژې لپاره مالي توانایي(۳،۸۰۰،۰۰۰) درې میلیونه او اته سوه زره افغانیو په اندازه ده.

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې په نیمروز ولایت نیول شوې(۲۷۱) کیلو ګرامه بېلابېل ډوله ډبرې، د ۱۴۰۵/۰۸/۰۲ نېټې څخه د لس(۱۰) کاري ورځو لپاره د داوطلبۍ په موخه اعلان ته وسپاري: . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۲:۲۰
Background image

اعلان داوطلبی

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ نیول شوې اړوند(۱۸.۱۵۳) کیلو ګرامه بېلابېل ډولونه کاني ډبرې، چې مشخصات یې په لاندې جدول کې یاد شوي دي د ۱۴۰۵/۷ . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۱۱
Background image

د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري چې (۳۰۰.۵) درې سوه اعشاریه پنځه کیلوګرامه منځني لاجورد ډبرې، چې په کاپیسا ولایت کې یې د قاچاق مخه نیول شوې ده، د علاقه‌مندانو د خبرتیا په موخه، د . . .

Back to tenders