د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

kamran_admin
Tue, Jan 13 2026 2:33 PM
news

د کانونو او پټرولیم وزارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او اجراییه مدیرانو لپاره روزنیز پروګرام د کارکوونکو چارو ریاست د روزنیزو پروګرامونو د آمریت په نوښت او د ملکي خدمتونو د انسټیټوټ په همکارۍ، د وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شو.
یاد پروګرام د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د روزنیز پروګرام د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې نوموړي وویل، چې د داسې پروګرامونو جوړول د کارکوونکو وړتیاوې لوړوي او په چارو کې د روڼتیا، رښتینولۍ، امانت‌دارۍ او اخلاص پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
په پای کې د ملکي خدمتونو د انسټیټوټ استازي د پرزنټېشن له لارې ګډونوالو ته اړوند معلومات وړاندې کړل.

Image 1 Image 2

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS