د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هرات او غور ولایتونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري په خپل کاري دفتر کې د ۱۴۰۴ لمریزکال د چنګاښ په ۱۸مه نېټه د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار او د غور له والي مولوي حیات الله مبارک سره وکتل.
په دغه لیدنه کې د یادو ولایتونو د کاني زېرمو مدیریت، معیاري استخراج، د کانونو په پروژو کې خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو، په هېواد کې د ننه د کاني موادو د پروسېس په برخه کې د پانګوالو هڅونه، د کانونو له عوایدو څخه د بنسټیزو پروژو تمویل په اړه یې بحث او خبرې وکړې.
دغه راز د یادو ولایتونو والیانو د خلکو وړاندیزونو او ستونزې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې
د وزارت سرپرست د هغوی د وړاندیزونو او ستونزو د حل په برخه ورسره د لازمو همکاریو ژمنه وکړه.