بدخشان ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست رسمي سفر

sp_admin
Tue, Dec 03 2024 9:21 AM
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري په داسې حال کې چې مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري یې ملتیا کوي د یو رسمي سفر په ترڅ کې په بدخشان ولایت کې یې  د بېلابېلو کتنو په ترڅ کې د وسله وال پوځ له لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، د ۲۱۷ عمري قول اردو قومندان مولوي امان الدین منصور، د والي مرستیال قاري امین الله طیب، امنیه قومندان الحاج ملا عزیزالله او ټولو سیمه ییزو مسوولینو سره یې وکتل.

په دغو ناستو کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې د کانونو د قاچاق او غیر قانوني استخراج پر مخنیوي ټینګار وکړ او د بدخشان ولایت د چارواکو د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دغه ولایت شهربزرګ ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د زرشويي کان د استخراج له سیمو څخه لیدنه وکړه او د شرکتونو له مسوولینو او ځايي خلکو سره یې په لیدنه کې ټینګار وکړ چې په هیڅ صورت کې به د کانونو غیر قانوني استخراج ته اجازه ورنکړي او ټول شرکتونه مکلف دي چې د قانون او طرزالعمل سره سم ژر تر ژره اجازه لیکونه او یا هم تړون وکړي، نوموړي په خپلو خبرو کې کان کیندونکو ته وویل د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د استخراج او مسلکي کولو لپاره یوه هر اړخیزه کړنلاره جوړه کړې او د لازیاتو اسانتیاوو په موخه به کان کیندونکي د کابل پر ځای د بدخشان ولایت د کانونو له ریاست څخه خپل جوازونه ترلاسه کړي.

په پای کې یې زیاته کړه: هيچا ته به اجازه ورنکړل شي چې غير قانوني استخراج وکړي او له متخلیفینو سره به قانوني چلند وشي.

Latest news

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

Sat, Jul 24 2021 2:37 PM
Background image

Calls of Open Government Participation about collecting the issues which is proposed

by different layers of society and to include them in the National Action Plan -3

The drafting process of the National Action Plan-3 of the Islamic Republic of Afghanistan will begin. . .

BACK TO NEWS