د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ګلبهار انوستمنټ شرکت له رئیس سره وکتل

sp_admin
Tue, Oct 08 2024 3:33 PM
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د سه شنبې په ورځ (17/7/1403) نېټې د ګلبهار انوستمنټ شرکت له رئیس سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

دیاد شرکت رئیس د هرات سمنټو کارخونې د کارونو د پرمختګ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، له طبیعي ګازو څخه د برېښنا کارخونې د جوړولو په برخه کې د پانګونې غوښتنه وکړه او وړاندیز شوې طرحه یې له سرپرست وزیر سره شریکه کړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د لېوالتیا هرکلی وکړ ډاډ یې ورکړ، چې د کانونو د قانون او طرزالعمل له مخې د پانګونې د زمینې برابرولو کې به له دوی سره همکاري وکړي او دغه راز یې د هرات د سمنټو کارخونې د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS