د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د بیلاس شرکت له مسوولینو سره وکتل

sp_admin
Tue, Sep 10 2024 3:33 PM
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د سه شنبې په ورځ (20/6/1403) نېټې د بېلاروس هېواد بیلاس شرکت له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د شرکت مسوولینو د افغانستان اسلامي امارت لخوا د پانګونې مناسبې زمینې برابرولو له امله خوښي څرګنده کړه او له اسلامي امارت سره یې د کانونو په ګډو پروژو کې د پانګونې او د کاني وسایلو او تجهیزاتو په برخه کې د پروسس د کارخونې او تخنیکي ورکشاپ د جوړولو په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه، دغه راز یې د انجنیرانو د روزنې او ظرفیت لوړولو په موخه د همکاریو ژمنه وکړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د دوی د لېوالتیا هرکلی وکړ ویې ویل: د کانونو او پټرولیم وزارت چمتو دی، چې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د هڅونې او جلبولو په برخه کې قانوني همکاري او لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS