د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د تخار له والي سره وکتل

sp_admin
Sun, Aug 25 2024 2:41 PM
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د 4/6/1403 نېټې د تخار له والي مولانا عبیدالله امین زاده سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د دغه ولایت د مالګې، سمتي سرو زرو او ډبرو سکرو کانونو، د پانګوالو د جلب او جذب، د کاني زېرمو د اغېزمن مدیریت، د کانونو د قاچاق او غیر قانوني استخراج د مخنیوي په اړه یې بحث او خبرې وکړې.

همدا راز امین زاده غوښتنه وکړه، چې د کانونو له عوايدو څخه دې د دغه ولايت يو شمېر ټول ګټې پروژې تمويل شي او د خلکو ستونزې يې هم د کانونو او پټروليم وزارت له مشرتابه سره شريکې کړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د تخار والي په راتګ خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ، چې د کانونو د قانون او طرزالعمل له مخې به د دغه ولایت د خلکو د ستونزو د حل لپاره لازمې کړنې ترسره شي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS