د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د لوګر ولایت له امنیه قومندان سره وکتل

urgent_user
Thu, Jun 06 2024 11:48 AM
س

 

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د لوګر ولایت له امنیه قوماندان سره وکتل او پر بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

په پیل کې د لوګر ولایت امنیه قومندان د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره په لیدنې خوښي څرګنده کړه، دغه راز یې دیاد ولایت د کاني زېرمو او قراردادونو په برخه کې د کانونو او پټرولیم وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه، د خلکو وړاندیزونه او ستونزې یې شریکې کړې، د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې د خلکو د ستونزو د هواري په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د لوګر امنیه قومندان او مل پلاوي له راتګ څخه مننه وکړه ډاډ یې ورکړ، چې د کانونو د قانون او طرزالعمل اړوند به د یادو ستونزو د حل په برخه کې لازمې کړنې ترسره کړي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS